د کار چارو معین نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې سره وکتل

media_admin
Wed, Aug 20 2025 3:20 PM
مهاجرین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې میرمن وانیسا مټربولي سره وکتل.
په پیل کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یاد سازمان د فعالیتونو ستاینې سربېره وویل:  له ګاونډیو هېوادنو څخه راستنېدونکي هېوادوال له ډیرو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخامخ دې چې د هغوي د باثباته ژوند د پرمخ بیولو لپاره دوامداره د عوایدو سرچینو، سرپنا د اوسېدو ځای او په هېواد کې ورته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي او په ورته وخت کې باید هغو ته د فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شي ترڅو خپل مشکلات حل او په آرامه فضا کې ژوند تېرکړي.
ورپسې په افغانستان کې UNHCR سازمان سرپرستې میرمن وانیسامټربولی هم په خپلو خبرو کې په هېواد کې د خپلو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو او په اوس وخت کې د خپلو ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیز معلوماتو شریکولو سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره خپله همکاري پیاوړې ساتي او هڅه به کوي، چې په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د کډوالو ستونزو، ننګونو او د هغوی ستونزو ته پر وخت سره رسېدنه، هغوی ته د سرپنا او د کار زمینې برابرولو او د بېکارۍ کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS