په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
Thu, Oct 02 2025 10:25 AM
قره باغ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري  دا ځل د کابل ولایت د قره‌باغ  په ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه. 
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو په اړه هر اړخیزې  خبرې وکړي.
همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه خپلې هلې‌ځلې ونه سپموي. 
ورپسې د قره‌باغ ولسوال شیخ مولوي محمد شرین سحاب هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را ټېټې شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده کمېټه د هېواد په دوه‌سوه ولسوالیو کې د ۲۳ ډلو  له زیان سره مخ ماشومانو د ستونزو د حل په موخه فعالیت کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی چې یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS