د کار چارو معین چپرهار ولسوالۍ ته سفر وکړ

media_admin
Mon, Jan 05 2026 2:08 PM
ننګرهار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت،  د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ ته په خپل سفر کې ٦٠ تنو بېرته راستانهشويو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برنامه پرانېسته.

د کار چارو معین، په همدې مناسبت جوړې شوې ناسته کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې، سرپناه او پانګهوالو ته د صنعتي ښارګوټو د برابرولو په موخه عملي اقدامات کړي او ژمن دی، چې په دې برخو کې روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم مطابق؛  د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم کارموندنې کمېټې د مسوول په توګه، هڅه کوي چې د اړوندو امارتي او غیر امارتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ بېرته راستنېدونکو ته کاري فرصتونه برابر  او ترڅنګ یې لېواله او په شرایطو برابرو ځوانانو ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړي
.

د یادولو ده چې چپرهار ولسوالۍ کې ٦٠ تنو بېرته راستانه شويو ځوانانو ته د مبایل، رېکشا او سولری برېښنا د ترمیم په حرفو کې د ډاکار همکارې مؤسسې په همکارۍ، د اوو میاشتنیو زده‌کړو زمینه برابره شوه.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS