د روان مالي کال په درېیمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې په درېیمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د راپور له مخې په دې ربعه کې د کارموندنې یوولسو خصوصي شرکتونو ته ۲۳۲۵ تنه هېوادوالو د کارموندنې په موخه مراجعه کړې ده؛ چې د شرکتونو له چاڼ، تصدیق اوغوراوي وروسته ۹۷۵ تنه مختلفو ادارو، شرکتونو او فابریکو ته د کار په موخه ورپېژندل شوي دي، چې په پایله کې یې ۴۷۸ تنه جذب او کار ترلاسه کړي دي.
