غزني کی ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
Wed, Feb 18 2026 12:41 PM
غزني


د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم او تعمیراتي برېښنا په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج عبدالقیوم مکلوم په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ کسب او کار د اسلام مبارک دین له نظره یو مهم اصل  وباله او ټینګار یې وکړ، چې مسلکي مهارتونه کولی شي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیته کړي او د کورنیو اقتصادي ثبات د پیاوړتیا سبب وګرځي. همداراز نوموړي له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په ورځني ژوند کې استفاده وکړي او له همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS