په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
Sat, May 09 2026 2:23 PM
هلمند

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د ماهرو کارګرو په توګه وړاندې شول.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي رحیم‌الله مخلص په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته په خطاب کې د مبارکۍ سربېره وویل: یوازې په ترلاسه شویو زده‌کړو بسنه ونه کړئ؛ بلکې خپلې حرفوي او مسلکي وړتیاوې لا پراخې کړئ، ترڅو وکولی شئ خپلو هېوادوالو او ټولنې ته غوره خدمات وړاندې کړئ.

همداراز نوموړي زیاته کړه؛ هېواد لا هم د ماهرو کاسبانو له کمښت سره مخ دی او دا د ځوانانو ستر مسؤلیت دی چې دغه تشه ډکه کړي او نور باید د بهرنیو هېوادونو د کاري ځواک په تمه پاتې نه شو، بلکې په خپل هېواد کې د کار او کسب زمینه خپله برابره او د هېواد په رغونه کې فعاله ونډه واخلو.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS