ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
Mon, Jul 27 2026 1:46 PM
ارزګان

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهر کارګر په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.

د فراغت تصدیق‌پاڼو په وېش غونډه کې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس، الحاج قاري عزیزالله جهادمل، ځوانانو ته د فراغت د مبارکۍ سربېره وویل: د مسلکي زده‌کړو موخه د ځوانانو وړتیاوو لوړول او د کار بازار ته د ماهرو کاریګرو چمتو کول دي.

 نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل چې له خپلو ترلاسه شویو مهارتونو څخه د ټولنې د خدمت، ځان‌بساینې، د حلال رزق د ترلاسه کولو او د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

Latest news

Mon, Oct 26 2026 10:45 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council hold

 

The High Council of Labor held its eighth regular meeting, was held under the leadership of Labor and Social Affairs Minister, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, to review previous. . .

Tue, Oct 20 2026 12:32 PM
Background image

Deputy Labor Minister Addresses Prisons Training Seminar

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at a training seminar organized by the General Directorate of Prisons. . .

Mon, Oct 19 2026 11:19 AM
Background image

The Seventh Regular Meeting of the High Labor Council

 

The seventh regular meeting of High Labor Council held under the leadership of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, to review proposals. . .

BACK TO NEWS