د ماشومانو حقوقو څخه د ملاتړ تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.

publish
Wed, Oct 23 2019 9:48 AM
۲

د ماشومانو د حقوقو څخه د ملاتړ تخنیکي کمېټې اولنۍ ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ د وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. چې موخه یې د یادې کمېټې د دندو پر لایحو بحث او خبرې کول وو.

په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د ماشومانو د حقوقو د ارزښت په برخه کې، د ماشومانو د حقوقو ملاتړ قانون تدوین کیدل یو مهم ګام یاد کړ، زیاته یې کړه: هغه ستونزې چې د ماشومانو په برخه کې لرو، ترې سترګې نه شو پټولی او د تشویش وړ دي، شا او خوا شپږ میلیونه ماشومان په دیارلس ګټګوریو کې هغه هم په داسې ستونزمنو امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حالاتو کې زموږ او تاسو مسؤلیتونه نور هم زیاتوي، چې باید جدي کار او د ماشومانو ستونزو ته رسیده ګي و کړو.

ښاغلي سادات همدارنګه وویل: موږ باید په یو عملي میکانیزم او تاثیر لرونکو پروګرامونو باندې د غوښتنو او حالاتو څیړولو ته په کتو سره باید عملي ګامونه پورته کړو، قانون مو په لاس کې دی، مسؤلیتونه هم مشخص او تعریف شوی دي، د حکومت د رهبرۍ ملاتړ او نړیوالو همکاري هم شته، نو په دې اساس موږ باید د دغو میلیونونه ماشومانو د ژوند ښه کولو لپاره اړین ګامونه واخلو.

همدارنګه په غونډه کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني هم خبرې و کړې، د ماشومانو د حقوقو څخه د ملاتړ قانون په عملي کولو کې یې د دخیلو وزارتونو او ادارو رول مهم یاد کړ او په ولایتي سطحه یې هم د هغوی څخه د ملاتړ او لا زیاتې همکارۍ غوښتنه و کړه.

د ماشومانو څخه د ملاتړ تخنیکي کمېټې ناسته کې، د مختلفو وزارتونو او ادارو مرستیالانو او استازو هم خبرې و کړې، د کمېټې د دندو پر لایحو یې خپل نظریات شریک او د یادې لایحې ښه پلي کول یې د ماشومانو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې مهمه و بلله.

د ویلو دی، چې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ قانون، د روان کال په لومړیو کې د جلالتماب جمهور رئيس د تقنیني فرمان له مخې نافذ او د ۱۳۹۸ کال جوزا میاشتې ۲۶مې نېټې د ماشومانو د حقوقو څخه د ملاتړ عالي کمیسیون ناسته د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال قانونپوه استاد محمد سرور دانش په مشرۍ او د کمیسیون د ۲۳ نورو غړو په ګډون جوړه شوه، چې د یاد کمیسیون رهبرۍ پریکړې له مخې دغه تخنیکي کمیټه جوړه او د ماشومانو د حقوقو څخه د ملاتړ په برخه کې به کار کوي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS