افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت کې د سولري برق سيستم فعال او پرانستل شو.

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 23 2022 2:12 مساء
Q
افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت کې د ( هېومن اېډ) خيريه مؤسسې په مالي مرسته د اته زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سولري برق سيستم فعال او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او مرستندويه مؤسسې( هېومن اېډ) مسؤلينو له لوري پرانستل شو. په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د ( هېومن اېد) خيريه مؤسسې له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل: په افغانستان کې اسلامي نظام د مجاهدينو د ډيرو ستړياوو او ستونزو په ګاللو سره را جوړ شوی، چې لازمه ده ټول هيوادوال له مجاهدينو سره يو ځای، لاس په لاس د وطن د آبادۍ لپاره شپه او ورځ کار وکړي؛ څو نظام مو لا زيات مستحکم او آباد شي. مولوي مخدوم زياته کړه، چې د ا.ا.ا حکومت يو مسؤليت پذيره حکومت دی او هڅه کوي، څو د مختلفو لارو چارو د هېوادوالو خدمت او ورته د کار زمينه برابره کړي. ښاغلي سعادت د رسنيو استازو سره په خبرو کې بهر ته د افغان کارګرو د ليږد پروسې اړوند وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت پلان لري؛ څو بهر ته هم افغان کارګر و ليږي؛ خو د ياد بهير اجرايي کار لا نه دی شروع شوی. نوموړي له هېوادوالو و غوښتل؛ څو د اوس لپاره هيچا ته هم ياده پروسه کې د شموليت/ نوم ليکنې په موخه پيسې ور نه کړي او هر وخت چې بهر ته د افغان کارګرو د ليږد عملي بهير پيل شي د کار او ټولنيزو چارو وزارت به يې ټول جزئيات د رسنيو له لارې هيوادوالو ته اعلان کړي. يادو مراسمو کې د ( هېومن اېډ) خيريه مؤسسې مسؤل وليد احمدي هم خبرې وکړې؛ افغان ـ کوريا انستيتوت کې د سولري برق جوړولو اړوند يې د خوښۍ په څرګندولو سره، په اوس وخت کې د ورته مراکزو ملاتړ او افغانانو لاسنيوی لازمي او ايماني وجيبه و بلله، زياته يې کړه چې ( هېومن اېډ) مؤسسې په زياتو برخو کې د اړمنو افغانانو لاسنيوی کړی او هڅه کوي؛ څو راتلونکي کې هم د خپلو امکاناتو په محدوده کې له اړمنو هېوادوالو او ورته مراکزو سره مرسته او همکاري وکړي. غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د تنظيم رئيس الحافظ مولوي ميرحاتم هم خبرې وکړې؛ د سولري برق برخه کې يې د ( هېومن اېډ) مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه، زياته يې کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو پراختيا او له دې لارې هېوادوالو ته د کاري زمينې برابرولو برخه کې ژمن دی. د ويلو دی، چې د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت تدريسي بهير تر اويا سلنه زيات عملي بڼه لري، چې له دې وړاندې به د دولتي برق پرچاوۍ له امله ډيری وخت درسي بهير کې سکتګي را منځ ته کېده، چې له ښه مرغه د ياد سيستم جوړېدو سره سم برقي ستونزې تر ډيره حل او له دې وروسته به عملي او نظري تدريسي بهير په منظم ډول مخته ځي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

ثلاثاء, فبراير 10 2026 2:45 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس منظمة العمل الدولي في أفغانستان

التقى معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، برئيس منظمة العمل الدولية في أفغانستان السيد تيتي هيبياكاري، حيث جرى بحث سبل تطوير. . .

باز گشت به اخبار