کندز کې ۶۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
Mon, Nov 10 2025 3:19 PM
کندز

د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۶۰ تنو ځوانانو ته د مبايل ترمیم، موټرسايکل ترمیم او د سولر سيسټم ترمیم په حرفو کې د اووه میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو لپاره زمينه برابره شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د ډاکار همکارې مؤسسې  له همکاریو د مننې سربېره وویل: د ا.ا.ا په ځانګړې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت دنده او مسئولیت  دی، چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو دوی وکولي شي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پیداکولو وسیله وګرځي.

همداراز نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له ترلاسه شوي فرصت څخه ښه استفاده وکړي او خپل کسب نورو هېوادوالو  ته هم ورسوي، ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS