په ننګرهار کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۳۰۰ اړمنو کورنيو ته د نقدي پيسو مرسته ووېشل شوه
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو، هرې کورنۍ ۱۰۱۰۰، مجموعاً؛ ۳۰۳۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نقدي پيسو مرستې ووېشل شوې.
د یادې مرستو د وېش پر مهال ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې د ټي ډي ایچ نړیوالې مؤسسې له همکاریو څخه د مننې سربېره له نور همکارو ملي او نړيوالو مؤسساتو او خیریه مرستندويه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د ژمي په راتګ سره د بېوزلو او اړمنو کورنيو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.
