د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

media_admin
Sun, Jun 14 2026 10:52 AM
Kabul

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حللارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د انسان د خلقت سربېره د اړمنو، شاقه‌کارو، د سرک پرمخ کاریګرو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو د برابرولو او ستونزو ته یې د رسېدو په موخه هر اړخيزه خبرې وکړې.

همداراز مولوي وقاد د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل، ترڅو د ا.ا.ا د پالیسیو او اصولو په نظر کې نیولو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، له زیان سره د مخ ماشومانو د ملاتړ په موخه خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې ورسپارل شوی مسئولیت په اغیزناک، منظم او مطلوب ډول ترسره شي.

په پای کې د همکارو امارتي ادارو او موسساتو دایمي استازو د خپلو نظرونو او وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ستونزو د حل او هغوی ته د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د ماشوم ساتنې ریاست له مسئولینو سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS