د UNIDO دفتر استازو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست لیدنه

publish
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۴۲
2


کابل: ۱۴۰۰/۵/۵ هـ ش 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د کار چارو مرستیال عبدالغفور ملکزي د UNIDO دفتر استازو سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې لیدنه کې دواړو لوریو د  فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته د کاري فرصتونو برابرولو اړوند شپږ اونیزه کورسونو او فني او حرفوي زده کړو کریلکولم غني کولو اړوند خبرې و کړې.  
د کار چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړونده موضوعاتو په برخه کې د همکارۍ له امله د یاد دفتر له مسؤلینو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، ژمنه و کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به هم په ښه همغږۍ له یاد دفتر سره همکاري و کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوري ژمن شول، چې د ذکر شویو موضوعاتو برخه کې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه به له دواړو لوریو یو تخنیکي ټیم جوړ او کار و کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

خبرتیا

د غویی اتمه (د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد د بریا ورځ) په هیواد کې عمومي رخصتي ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۹:۴۸
Background image

د کار او ټولنيزو چارو وزارت او مرسي کور مؤسسې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او مرسي کور مؤسسې مشر ښاغلي جک تر منځ لاسليک شو. 

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د مرسي کور دفتر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۷:۴۱
Background image

د کار قانون او د هغه اړونده مقررو ته بيا کتنه کيږي


د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په هدایت او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار معين مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ د کار قانون او د هغه اړونده. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۲۲:۱۴
Background image

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د مرسي کور مؤسسې رييس سره وکتل.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د مرسي کور موسسې رييس ښاغلي جک سره خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې ليدنه کې دواړو لوريو د مرسي کور مؤسسې. . .

بیرته خبرونو ته