د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس؛ د ولايتي رياست ستونزې د وزارت سرپرست سره شريکې کړې
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو رئيس مولانا عبدالرحمن رحماني سره خپل کاري دفتر کې و کتل.
دې لېدنه کې په مختلفو موضوعاتو په ځانګړي توګه د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د کارونو په لا ښه والي خبرې وشوې.
د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس د ياد ولايت اړوند ولايتي رياست د تشکيل، ترانسپورت او روزنتونونو اړوند ستونزې د کار او ټولنيزو چارو سرپرست سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس د ستونزو تر اوريدو وروسته؛ نوموړي ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې رسيده ګي و شي او د وزارت مرکزي اړوندو رياستونو مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه؛ څو د ياد ولايت د ستونزو د حل برخه کې جدي همکاري وکړي.