د ماشومانو د ساتنې عملي اقدام شبکې مياشتنۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس سید جمالالدین هاشمي په مشرۍ او د اړونده ذیدخله ادارو د استازو په ګډون د ماشومانو د ساتنې عملي اقدام شبکې مياشتنۍ ناسته ترسره شوه.
د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، له هغوی وغوښتل چې ورته ناستو کې فعال حضور ولري ترڅو د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو په ځانګړې توګه د هغوی ماشومانو ستونزو ته لازمه رسیدګي وشي.