د وزیر ژوند لیک

 د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ښاغلی سید انور سادات لنډ ژوندلیک

ښاغلی سید انور سادات د سید مقیم زوی په ۱۳۵۶ هجري شمسي کال کې د سرپل ولایت په مرکز په ایلخانی کلان کلی کې نړۍ ته سترګې غړولي. ښاغلی سادات خپلې لمړنی زده کړې د سرپل ولایت په منهاج السراج لیسه کې سرته رسولي او بیا یې په ۱۳۸۰ کال کې د استانبول پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه د راډیو ټلویزیون په برخه کې لیسانس لاسته راوړي. ښاغلی سید انور سادات له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۸۲ کال پوری په جوزجان ولایت   کې د ملي راډیو ټلویزیون د نشراتو عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کړي او له هغه وروسته تر ۱۳۸۹ کال پوری د آیینه راډیو ټلویزیون عمومي رییس په توګه کار کړي دی . ښاغلی سادات له ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د سرپل ولایت شریفو خلکو استازي په توګه په ولسي جرګه کې  او له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۶ پوری د فاریات ولایت والي او له ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۷ پوری د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا مرستیال په توګه دندې سرته رسولي. هغه اوسمهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر دی.