د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزير په مشرۍ میاشتنۍ اداري ناسته جوړه شوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت میاشتنۍ اداري غونډه د وزارت د سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سربیره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو رئيسانو هم برخه اخیستې وه.
دغه ناسته کې لومړی د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي ( څارنوال) پرانستې وينا وکړه او د اجنډا اړوند موضوعات يې له ګډونوالو سره شريک کړل؛ نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې مسؤلین خپلو دندو ته متوجه او د اسلامي امارت اصولو پر اطاعت یې ټینګار وکړ.
وروسته د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، شمال زون( ولايتونو) ته د خپل کاري سفر اړوند معلومات وړاندې کړل و يې ويل: شمالي ولايتونو ته له کاري سفر څخه مو اساسي موخه د خپلو ولايتي واحدونو څخه ليدنه د هغوی ستونزې اوريدل او ستونزو ته رسيده ګي وه؛ نوموړي زياته کړه: په ياد سفر کې مو د شمال زون ټولو ولايتونو کې د ولايتي مسؤلينو په ګډون د دويمو واحدونو رئيسانو او مسؤلينو ته د ښې حکومتدارۍ اړوند مختلف سيمينارونه وړاندې کړل او هم مو د هغو مؤسسو له استازو سره چې په ولايتي سطحه د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند مسائيلو کې فعاليت کوي هم وليدل او د کارونو د ښه پرمختګ او همغږۍ اړوند مو ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړ.
په اداري ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین هم خبرې و کړې، کارکوونکو سره د تعامل سربيره یې ځینو کاري ستونزو ته په اشارې له ټولو کارکوونکو و غوښتل؛ څو خپل کارونه په ښه همغږۍ مخته یوسي.
دې ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د جوړو شويو طرحو ( د سوالګرو را ټولول، ټولو ديپلوماتيکو څانګو کي د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازو ( کاري اتشو) ګمارل، بهرنيو وګړو ته د کاري جوازونو څرنګوالی، په هيواد کې د بې کارۍ سطحې را ټيټول، په مخدره توکو د روږدو تداوي او ساتنه، د روږدو د را ټولو او هغوی ته د فني او حرفوي زده کړو ورکول، د کار بازار مطابق هيوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو رسول، د ماشومانو د درندو کارونو څخه مخنيوي، د ا.ا د پاليسۍ مطابق د مرستې په موخه د مؤسسو پاملرنې را اړول او د وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله ښوونيزو پروګرامونو طرحې ) د عملي کارونو پر تعقيب، کارکوونکو پر حاضرۍ، په وخت د مراجعينو کارونو ته رسيدو او مياشتنيو راپورونو اړوند هم هر اړخيز بحثونه و شول، چې اړوند يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزير او رهبرۍ له لوري ټولو رئیسانو ته سپارښتنه و شوه، څو د کارونو په ښه ترسره کولو او سمون کې لا زیاتې هڅې و کړي.