د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر د ترکیې جمهوریت د کار او امنیت پخواني وزیر سره ولیدل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۸:۸
T


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال او د یاد وزارت وارسي کوونکی مولوي دین محمد حقبین پداسې حال کې چې د دفتر رییس مولوي شرف الدین شرف او د وزارت نور اړونده رییسان هم ورسره ملګري وو د ترکیې جمهوري دولت د کار او ټولنيزو چارو وزارت له پخواني وزیر عمر ډنچر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دغه لیدنه کې له ښاغلی ډنچر سره په کابل کې  د ترکیې هیواد سفیر جهات ارګینای او د ویګا ترکي شرکت رییس عمر فاروق هم ملګري وو.
یاده کتنه کې لمړۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین په ترکیه کې د تیرې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږې څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان لپاره د ترکیې هیواد له مرستو څخه ستاینه او مننه وکړه او له ترکي پلاوي څخه یې وغوښتل چې د یتیم او بې وزله ماشومانو سره په ټول هیواد کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
مولوي حقبین له ترکي سفیر څخه وغوښتل چې له تیر دولت سره هغه هیواد ته د افغان کاګرانو د لیږلو پر پروسې ترسره شوې هوکړه لیک باندې عمل وکړي او د ترکیې هیواد ته د افغان کارګرانو قانوني تګ ته زمینه برابره کړي.
مولوي حقبین زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې بې له کوم خنډ او ځنډه په ټول هیواد کې له پوره امنیت او شفافیت سره د ترکي خیریه بنسټونو پراخه فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.
د ترکیې جمهوري دولت د کار او ټولنيزو چارو وزارت له پخواني وزیر عمر ډنچر چې اوسمهال د یو خیریه ترکي بنسټ مشري پرغاړه لري خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه وغوښتل چې په کابل کې دوه لوی روزنتونونه ( تهیه مسکن او علاوالدین) د ترکیې هیواد سرپرستۍ ته وسپاري.
په یاده لیدنه کې د ویګا ترکي شرکت رییس عمر فاروق هم په خپلو خبرو کې وویل چې هیواد یې په ټول افغانستان کې ډیره پانګه اچونه کړې او یوازې په تیر کال موږ ۹۲۵۰۰۰ تنو ته په ټول افغانستان کې مرستې رسولې دي چې زموږ هیواد د افغانستان لپاره د مرستو کوونکو هیوادونو په سر کې راځي.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین له ترکیې پلاوې سره ژمنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره د مشورو وروسته ترکي لورې ته په کابل کې د دوو روزنتونونو د سرپرستۍ پر موضوع باندې غور وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته