خوست ولایت کې په ۸۰ اړمنو کورنیو د خیاطۍ حرفې وسایل ووېشل شول؛
د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ؛ د جوهانېټر مؤسسې په مالي لګښت د سپېرې ولسوالۍ د ۸۰ زلزله ځپلو او اړمنو کورنیو سره د خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وشوه.
یاده مرسته کې د خیاطۍ ماشینونه، د لمریزې برښنا سیستم مکمل وسایل او ځیني نور کوچني توکي، چې د خیاطۍ په حرفه کې ترې ګټه اخیستل کیږي، شامل وو، چې تېره ورځ د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري او د اړونده ادارو د استازو په شتون سره د سپېرې ولسوالۍ په ۸۰ کورنیو ووېشل شوه.
د یوبل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند؛ د روزنتون ۵۰ تنو زدهکوونکو ته د ژغورنې نړیوالې کميټې له لوري ژمنۍ جامې ووېشل شوې.