د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

naweed_admin
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته د روان میلادي کال د سیپټمبر په ٢٩مه نېټه په حضوري ډول ورکشاپ جوړ کړي. هېوادوال کولای شي، چې د لاندې فورم په ډکولو سره نوم لیکنه وکړي. د یادولو وړ ده، چې د ورکشاپ په پای ته رسېدو سره به وړ ګډونوال په مناسبو بستونو کې په مناسبو امتیازاتو سره په دندو وګمارل شي. پته: د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د زړو مکروریانو مارکیټ ته مخامخ. وټس اپ شمېره: ٠٧٧٦٧٢٠٠٠٦