ننګرهار کې ۱۳۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۴۳
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي محمد زاهد احمدزي ننګرهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ۱۳۵ تنه فارغو شویو ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره؛ پر هغوی د فراغت سندونه ووېشل.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ فارغ شویو ځوانانو ته مبارکي وویله او په دې برخه کې د پاملرنې له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزرات د رهبرۍ له پاملرنې قدرداني وکړه. همداراز یې له ځوانانو وغوښتل، چې له خپلو زده‌کړو څخه په استفادې سره دې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي خپله وینا کې څرګنده کړه: خوښ یم، چې د خپل کاري ټیم په ملتیا  د علم او ادب ټاټوبي ننګرهار ولایت ته سفر ترسره او په  دې لړ کې مو د خپل ځوان نسل د هغو ۱۳۵ تنه فارغو شویو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ، چې د بیکګنډنې، ګلجوړونې، د سولر برښنا، کرتۍ او واسکټ ګنډنې، مبایل ترمیم او خیاطۍ له حرفو څخه تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه ټولنې ته وړاندې شول. د کار چارو معین له ځوانانو وغوښتل، چې د وخت او ټکنالوجۍ د غوښتنو په اساس دې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي، ترڅو له دې لارې وکولای شي په راتلونکي کې د ډېرو خدمتونو د مصدر جوګه شي.
مولوي محمد زاهدي د خپلو خبرو په دوام وویل: دا منو چې هېواد کې بیکارۍ موجوده ده، خو د افغانستان اسلامي امارت یې په وړاندې مبارزه کوي او د کارموندنې، داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکولو او صادراتو له لارو غواړي، چې له دې اړخه شته ستونزو او اندېښنو ته تر ډېره بریده رسېدنه وکړي، چې دا هڅې روانې دي او د ګړندیتوب په منظور به یې نور اقدامات هم وشي.
په همدې ترتیب د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی هم خپله لنډه وینا کې په دې غونډه کې د خپل ګډون څخه خوښي څرګنده او د کار او ټولنیزو چارو وزارت روانې هڅې یې وستایلې. همداراز یې په دې ولایت کې د ځینو هغو پروژو چې خلکو ته د کارموندنې سبب شوي‌دي یادونه وکړه او له فارغو شویو ځوانانو یې وغوښتل، چې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
په پای کې د کار چارو د معین، د ننګرهار مرستیال والي او نورو مسؤلینو له لوري پر فارغوشویو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي کې ورته د لابریاوو هیله مندي وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

فراغت ۹۵ تن از آموزش‌های فن و حرفه در بامیان

به اساس تلاش و هماهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بامیان ۹۵ تن از کار آموزان فن و حرفه پس از به پایان رسانیدن برنامه آموزشی شش ماهه در بخش «فلزکاری، خیاطی و موبل و فرنیچر» سند فراغت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۱۳
Background image

توزیع پول نقد برای ۸۷۸ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بې‌سرپرست و فامیل‌های بی بضاعت در بغلان، بلخ، ارزگان و پنچشېر

 

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت‌های بغلان، بلخ و  ارزگان؛ برای ۸۰۰ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بی‌سرپرست و از جمله ۴۰۰ در بغلان، ۳۶۰. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

رهنمود فعالیت‌های شورای عالي کار تایید شد

در نشستی به ریاست الحاج ملا عبدالمنان عمري وزیر کار و امور اجتماعی و حضور نمایندگان اتحادیه‌های مربوط به کارگران، رهنمود فعالیت‌های شورای عالی کار و وظایف سکرتریت این شورا در پرنسیپ. . .

باز گشت به اخبار