ننګرهار کې د فني او حرفوي ۷۲۰ تنو زده‌کوونکو ته کاري او روزنیز وسايل ووېشل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۲۳:۱۵
R


د فن او حرفې په برخه کې د غوره او مسلکي زده‌کړو؛ همدارنګه د میکانیزه مالدارۍ؛ نوېې ټکنالوژۍ او د کار بازار له موجوده اړتیاوو سره سم د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د هغه ولایت په نهو (غني‌خیلو، مومندرې، بټيکوټ، کامې، بهسود، سره‌رود،خوګیاڼو، شيرزاد او حصارک) ولسوالیو  کې د فني او حرفوي زده‌کړو ۷۲۰ تنو زده‌کوونکو ته د خیاطۍ او د چرګانو دروزنې په حرفو کې کاري وسایل ووېشل شول ترڅو د پاتې زده کړو په جريان کې د عملي کار لپاره ور څخه ګټه واخلي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فرید‌الله حقاني سربېره د پورته ذکرشویو ولسوالیو ولسوالان، دعلماو شورا غړي او رئیس او یوشمېر نورو مسؤلینو حضور درلود.
دکار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني  په خپلو خبرو کې وویل: زده‌کوونکې دې د زده‌کړو په بهیر کې له یادو وسایلو څخه سالمه استفاده او ساتنه وکړي.
د ننګرهار ولایت ولسونو او علماوو د یادو روزنیزو او کاري توکو له ویش څخه خوښې څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل ترڅو په راتلونکې کې د دا ډول پروژو تطبیق ته لا زیاته زمینه برابره کړي.
  د یادولو وړ ده چې د فن او حرفې په برخه کې د غوره او مسلکي کارګرانو د روزنې لپاره یاد کاري او روزنیز توکې د idwso  موسسې په مالي ملاټر فني او حرفوي زده‌کوونکو توزیع شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

اطلاعیهٔ وزارت کار و امور اجتماعی!

وزارت کار و امور اجتماعی در نظر دارد تا  در ۲۳ حرفۀ مسلکی و شغل‌های تخصصی جدید؛  ۳۰۰۰ بست‌های کشور شاهی قطر، در سرتاسر کشور برای کارگران ماهر و مسلکی  و نیز افرادی که در طی یک سال اخیر . . .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

ارائه‌ی ۱۰۶۰ مورد مشوره‌های حقوقی کتبی و شفاهی به کارمندان امارتی و غیرامارتی


ریاست تقنین و حقوق کار وزارت کار و امور اجتماعی، پس از حاکمیت دوبارهٔ امارت اسلامی افغانستان تا اکنون، در بخش کار به کارکنان، کارگران و کارفرمایان در زمینه‌های تأمین حقوق، تعیین صلاحیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

رسیده‌گی به ۱۵۰۰۰ قضیۀ اطفال آسیب‌پذیر در کشور

ریاست محافظت اطفال وزارت کار و امور اجتماعی در سال ۱۴۰۴ با اجرای برنامه‌های گسترده حمایتی، رسیده‌گی به هزاران قضیهٔ محافظتی و راه‌اندازی ابتکارات جدید؛ به دست‌آوردهای چشم‌گیری در راستای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

آغاز سال تعلیمی در پرورشگاه ذکور وزارت کار و امور اجتماعی

مراسم که در صحن پرورشگاه ذکور وزارت کار و امور اجتماعی در کابل با حضور مولوی عبدالرقیب احمدی، رئیس پرورشگاه‌ها و جمعی از دانش‌آموزان این مرکز برگزار شد وسال تعلیمی جدید را آغاز نمودند.
. . .

باز گشت به اخبار