اسعدآباد روزنتون کې د خیاطۍ حرفه پرانېستل شوه
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اسعدآباد هلکانو روزنتون کې د خیاطۍ حرفه او د نجونو روزنتون ته د لمریزې برېښنا برابره شوه.
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلې پرانېستونکې وینا پر مهال وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له عمده مسوولیتونو څخه د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو څخه لازم ملاتړ او دوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرول دي، چې په همدې موخه یې په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال او په کې د یادو ماشومانو لازمه ساتنه او پالنه کوي. د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې د اسعدآباد روزنتون زدهکوونکو ته د خیاطۍ حرفه پرانېستل شوه، ترڅو دوی وکولی شي د دیني او عصري زدهکړو ترڅنګ، مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي
په همدې توګه د کار چارو معین د اناثو روزنتون ته ولاړ او هلته يې د لمریزې برېښنا سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپاره او څرګنده یې کړه، چې له دې وروسته به د روزنتون زدهکوونکو ته څلورېشت ساعته برېښنا تأمین شي. الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د یادې پروژې په تطبیق او نورو اړوندو چارو کې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس او کارکوونکو هڅې وستایلې او له دوی څخه یې قدرداني وکړه
د کار چارو معین، الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د کونړ ولایت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د اسعدآباد هلکانو روزنتون ته د خیاطۍ حرفه او د نجونو روزنتون ته د لمریزې برېښنا سیستم برابر کړ.
