په کندز کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت جوړېشوې غونډې ته د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني د ټیکا همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: که څه هم د روزنتون ودانۍ له وړاندې موجوده وه، خو د وخت په تېرېدو یې اساسي بیارغونې ته جدي اړتیا پیدا شوې وه، چې د ترکیې دوست هېواد د ټیکا موسسې په مالي ملاتړ نه یواځې د روزنتون ودانۍ په بشپړه او معیاري توګه ورغول شوه، بلکې د زدهکوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېلابېلو اړینو تجهیزاتو هم سمبال شوه.
مولوي حقاني د خپلو خبرو په دوام وویل: دا مهال په یاد روزنتون کې ټولټال ۱۴۰ تنه یتیم او بېسرپرسته ماشومان تر مستقیمې روزنې او پالنې لاندې په وړیا توګه د استوګنې، ښوونې، روزنې او نورو اړینو خدماتو څخه برخمن دي.
همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د دغو ماشومانو لپاره د سالمې روزنې، باکیفیته زدهکړو، هوسا ژوند او د مناسب چاپېریال برابرول د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اساسي مسئولیتونو څخه شمېرل کېږي، او ژمن یو چې په ټولنه کې له زیان سره د مخ ماشومانو د هر اړخیز ملاتړ او هوساینې لپاره خپلې هڅې لا پراخې او پیاوړې کړو.
د ټیکا همکارې موسسې استازي هم په خپلو خبرو کې وویل: د روزنتون د اساسي بیارغونې چارې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او پروژې ټولیز لګښت له ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو څخه زیات و، چې په ترڅ کې یې د روزنتون ودانۍ په معیاري او بنسټیزه توګه ورغول شوه، ترڅنګ یې د زدهکوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اړینو تجهیزاتو او اسانتیاوو هم سمبال شوه، چې ددې پروژې موخه د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره د خوندي، معیاري او مناسب روزنیز او استوګنیز چاپېریال رامنځته کول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه والی دی.
