د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو استازو د خپلو فعالیتونو، په یاده برخه کې د شته ستونزو او ننګونو او د خپل فعالیت په ډګر کې د لا زیاتو سهولتونو د غوښتلو په اړه د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره معلومات شریک کړل.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د ناستې موخه؛ په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمښت، په کور دننه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر څرنګوالې او بهرنیو کاریګرمنونکو هېوادونو ته له افغانستان څخه د کاریګرو د قانوني بهیر د پیل لپاره له هېواد څخه په غیرقانوني توګه د ارزانه کاریګر د لېږلو د مخنیوي، په کاریګرمنونکو هېوادونو کې له پخوا مېشتو کاریګرو د ستونزو د حل د څرنګوالي او په ټوله کې یادو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د قاچاق د مخنیوي پر څرنګوالي بحث وکړ.
مولوي عمري له سیاحتي شرکتونو غوښتنه وکړه، چې د سیاحت په نامه افغانکاریګرو ته په بهر کې د کار لپاره د کاری ویزرو له ورکړې څخه ډډه وکړي، ترڅو په دې ډول د ارزانه کاري ځواک له لېږد څخه مخنیوی وشي، او د قانوني، عزتمن او ګټور کاري ځواک اعزام ته لاره هواره شي.
افغان کارګرانو ته په بهر کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي نورالله فدوي هم په خپل وار د امارتي سکتور له پوره همکارۍ او نږدې همغږۍ څخه د مننې سربېره د خپل کار او فعالیت په ډګر کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنیزو وزیر په پای کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو استازو ته سپارښتنه وکړه؛ ترڅو د کارګرمنونکو هېوادونو د کارموندنې له خصوصي شرکتونو او په ټوله کې د هغو هېواد له خصوصي سکتور سره د افغان کارګرانو د قانوني لیږد او جذب په موخه مستقیمې خبرې وکړي، ترڅو په یاد بهیر کې چټکتیا رامنځته شي.
