په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه
د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د سرف- افغانستان همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کوچنیو کاروبارونو د زمینې برابرول د بېوزله او اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی د ځانبسیاینې لپاره اغېزمن ګام دی، چې په دې سره به یې تریو بریده اقتصادي ستونزې حل شي.
همداراز نوموړي له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او مرستندویه خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو په هېواد کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
