د سالم رشد په موخه ماشومان ورزش او تفریح ته اړتیا لري!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تهیه مسکن روزنتون ماشومان د طلوع تلویزیون پر بلنه د افغانستان فوټبال غوره لیګ کې ګډون و کړ.
د تهیه مسکن ماشومانو او فوټبال ټیم د غوره لیګ د لیدلو تر څنګ د آشیانه مؤسسې د فوټبال ټیم سره دوستانه لوبه و کړه او ۳ دې ۱ په پایله د آشیانه فوټبال ټیم پر وړاندې یې بریا تر لاسه کړه.
د روزنتون ماشومانو د نقاشۍ سیالۍ کې هم ګډون و کړ، چې د روزنتون یو تن شاګرد( ظریف) د ښو نمرو په تر لاسه کولو سره د یادو سیالیو دویم مقام تر لاسه کړ.
د ویلو دی، چې یاد پروګرام د ورزشي حرکتونو او هنرمندانو له خوا د سندرو په ويلو سره پای ته و رسیده.