د شا او خوا پنځه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ۱۴ هوکړه ليکونه لاسليک شول.

publish
Sat, Jan 02 2021 11:14 AM
1

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د ۱۴ مؤسسو مشرانو او استازو سره د شا او خوا پنځه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دغه هوکړه ليکونه به د کار رامنځ ته کولو په موخه د فني حرفوي زده کړو، د يتيمو او بې وزله ماشومانو ملاتړ او زيانمن شوي قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو برخو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او په ولايتونو کې د وزارت د دويمو واحدونو تر نظارت لاندې پلي شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير همدارنګه وويل، چې د دولت ترڅنګ موسسې د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري؛ نوموړي د موسسو له استازو و غوښتل؛ څو د هوکړه ليکونو تر چتر لاندې بروژې په ښه توګه پلې کړي.

دې ناسته کې د مؤسسو استازو هم خبرې و کړې او ژمنه يې و کړه، چې هوکړه ليکونه به د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په ښه همغږۍ پلي کړي.

د ويلو ده، چې دغه هوکړه ليکونه به د هيواد دولس ولايتونو (نيمروز، فارياب، سمنګان، جوزجان، هرات، بلخ، باميان، ننګرهار، بادغيس، کابل، فراه او غور) کې پلي او ۲۸۳۹۵ تنه هيوادل به ترې په مستقيمه توګه برخمن شي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS