د کار او ټولنيزو چارو وزير د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان مشر سره و کتل.

publish
Sat, Jan 02 2021 11:24 AM
6

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي هم حضوردرلود، د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) مشر ستيوارت سمپسون سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د کولمبوک پروسې پر دوريي رهبرۍ خبرې و کړې.

ناسته کې د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM)مشر د يادې پروسې پر کړنو او د دوروي رهبرۍ پر ليږد معلومات وړاندې کړل، زياته يې کړه، چې د دې پروسې رهبري هر دوه کاله د يو غړي هيواد له خوا پر مخ وړل کيږي، چې د اوس لپاره د نيپال هيواد پر غاړه دی او وروسته له دې به د دوو کلونو لپاره د افغانستان له خوا رهبري کيږي.

نوموړي وويل، چې د انتقال پروسه يې د کورنا له امله بايد په انلاين او يا هم د جينوا له طريقه انتقال او پيل کې به د خطونو د تبادلې، حق العضويتونو تحويلولو او کاري پلان اړوند کار و شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وزير بشير احمد ته ينج د کولمبو پروسې برخه کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) او نورو هيوادونو تخنيکي همکارۍ څخه مننه و کړه او ياده پروسه يې د کډوالو کارګرو پر وضعيت او هغوی ته د لازمو خدمتونو او اسانتياوو زمينې برابرولو برخه کې مهمه و بلله.

بشير احمد ته ينج همدارنګه وويل، چې د کولمبو پروسې دوروي رياست انتقال ته ژمن يو او د بهرنيو چارو وزارت او په جينوا کې افغانستان سفارت سره په ښه همغږۍ او د همکارو هيوادونو په مرسته به د کولمبو پروسې رهبري انتقال کړي.

د کولمبو پروسه ۲۰۰۳ کال کې د يوې غيرې انتفاعي او سيمه ايزې مشورتي پروسې مجموعې په توګه را منځ ته شوې ده، چې د افغانستان په شمول دولس هيوادونه ( بنګلاديش، کمبوديا، چين، هندوستان، نيپال، پاکستان، فلپين، سريلانکا، تايلند او ويتنام) يې غړيتوب لري او دغه پروسه د کډوالو کارګرو لپاره کار کوي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS