۱۴۰۰ مالي کال کې کاپيسا ولايت ته د فني او حرفوي زده کړو برخه کې شپږ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي.

publish
Sun, Jan 24 2021 9:31 AM
3

دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ کاپيسا ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د فني او حرفوي زده کړو څخه د شاګردانو فراغت غونډه کې و کړې.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې چې د کاپيسا والي ( عبدالطيف مراد) سربيره د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج، د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني او ورسره مل پلاوي هم په کې ګډون درلود، په ترڅ کې يې ۲۴۰ تنه فارغانو( انجونې او هلکان) ته فراغت پاڼې و ويشل شوې.

ناسته کې د کاپيسا والي عبدالطيف مراد د خپلو خبرو په ترڅ کې محمودراقي ته، د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ راتګ يو نيک ګام ياد کړ؛ د وزارت رهبرۍ ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ د کاپيسا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست ستونزې او وړانديزونه د وزارت رهبرۍ سره شريک او د حل غوښتنه يې وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د کاپيسا والي او خلکو خبرو اوريدلو وروسته وويل: موږ هڅه کوو، څو د مرکز علاوه، خپل ولايتي رياستونه هم د ښو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې فعال و ساتو؛ نوموړي زياته کړه: له ولايتي سفرونو څخه مو موخه هم له نږدې د خپلو ولايتي رياستونو څخه نظارت او د هغوی ستونزو ته په وخت او ښه رسيدل دي.

بشير احمد ته ينج د وړکتونونو، رزنتونونو او ماشومانو د ملاتړ مرکز برخو کې د کاپيسا خلکو د غوښتنو اړوند وويل، چې ۱۴۰۰ مالي کال کې هڅه کوو؛ څو د لا زياتو فني او حرفوي زده کړو په وړاندې کولو او بهر ته د افغان کارګرو په ليږلو سره په کور دننه د کار بازار باندې فشار کم او لا زيات مسلکي کسان و روزو.

نوموړي وويل چې ۱۴۰۰ مالي کال کې کاپيسا ولايت ته د فني او حرفوي زده کړو ښوونيزو صنفونو لپاره (۳.۵) ميليونه افغانۍ او د شاګرد استادۍ برخه کې هم (۲.۵) ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.

دې ناسته کې د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيد جيلاني هم د کار او ټولنيزو چارو وزارت د راتلونکو پلانونو اړوند خبرې وکړې او د کاپيسا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د کړنو د لا ښه ملاتړ او تجهيز برخه کې يې ژمنه و کړه.

همدارنګه فراغت غونډه کې د ولايتي شورا رييس او د فارغانو په استازيتوب هم شاګردانو خبرې وکړې؛ دوی فني او حرفوي زده کړې د کارموندنې او ځان بسياېنې برخه کې ګټورې و بللې او د ورته کورسونو جوړولو غوښتنه يې وکړه.

د ويلو دی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير او مل پلاوي د کاري سفر په ترڅ کې د محمودراقي روزنتون څخه هم ليدنه وکړه؛ د رورنتون استادانو او شاګردانو ستونزې يې واوريدې؛ ستونزو د حل ژمنه يې وکړه او هم يې د روزنتون له شاګردانو سره نقدي مرسته وکړه.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS