د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره د سعودي عربستان سفیر لیدنه

publish
Wed, Feb 03 2021 10:23 AM
2

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج، د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدی سره خپل کاري دفتر کې و کتل.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په تیر شل کلونو کې د عربستان له مرستو د مننې ترڅنګ؛ نوموړي سره یاد هیواد ته د افغان کارګرو لیږولو پروسې پيل اړوند خبرې و کړې.

ښاغلي ته ینج د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان کارګرو پروسې اړوند د هوکړه لیک پلي کیدو غوښتنه و کړه او و یې غوښتل څو یادې پروسې پيل کې عربستان زیاته پاملرنه و کړي؛ نوموړي همدارنګه د سفیر څخه د هیواد په څلور زونونو کې د څلور بابه روزنتونونو او فني او حرفوي زده کړو مرکزونو جوړولو غوښتنه هم و کړه.

وروسته د افغانستان لپاره د عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي وویل چې عربستان ته د افغان کارګرو لیږولو اړوند یو نوی میکانیزم یې د سعودي عربستان حکومت سره شریک کړی، چې په پلي کیدلو سره به یاده پروسه پيل او کارونه بیه تېز شي.

د عربستان سفیر همدارنګه ژمنه و کړه، چې د افغانستان څلور زونونو کې د روزنتونونو او فني او حرفوي زده کړو مرکزونو جوړیدو موضوع به هم د عربستان هیواد دولت سره شریکه او جدي به یې تعقیب کړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS