کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د یو باب مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

publish
Wed, Apr 21 2021 11:32 AM
03

کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استازي په شتون کې د یو باب مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج، د کاري چارو مرستیال محمد اجمل شاه پور، د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، د مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل، یو شمیر رئيسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وه.

د یاد مسجد د بنسټ د ډبرې ایښودو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج وویل: دا مسجد به د نوي زره امریکایي ډالرو او د کار او ټولنیزو وزارت رهبرۍ، رئيسانو، ټولو مرکزي او ولایتي کارکوونکو د دوه میلیونه افغانیو ګډې مرستې په شمول، ۱۴۴ متر مربع ساحه کې جوړ شي؛ نوموړي زیاته کړه، چې یاد مسجد به د اودسونو ځای او په یو وخت د ۱۲۰ تنه ( د نارینه او میرمنو لپاره) لمونځ کوونکو ځای و لري، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به جوړ شي.

ښاغلي ته ینج زیاته کړه: ځینو خیرخواه مشرانو او سوداګرو هم د دې مسجد د جوړیدو برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

دې مراسمو کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د قرآن کریم او حدیثو په رڼا کې د دې نیک کار او مسجد جوړیدو په اړه خبرې و کړې او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې و کړه.

د مراسمو پای کې د ارشاد، حج او اوقافو د مسجدونو برخې معاون د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او کارکوونکو دغه نیک کار و ستایه؛ ژمنه یې و کړه، چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت به هم د دې مسجد د جوړیدو برخه کې د خپلو وظیفوي او امکاناتو په محدوده کې همکاري و کړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS