د نجات نړيوالې کمېټې استازو سره د کار چارو مرستيال ليدنه

naweed_admin
Wed, Apr 27 2022 11:20 PM
Q

د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د نجات نړيوالې کمېټې (IRC) استازو سره خپل کاري دفتر کې وکتل. 

پيل کې د نجات نړيوالې کمېټې (IRC) د همغږۍ برخې مسؤل د خپلو کړنو اړوند خبرې وکړې، و يې ويل: موږ اوس مهال ننګرهار او هرات ولايتونو کې د کورنيو د ملاتړ په موخه د خياطۍ، مربا جوړولو، اشپزۍ، خطاطۍ، نقاشۍ او لاسي کنډل شويو شيانو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي. 
وروسته د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د ياد نهاد د کړنو برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسؤليتونه يادونه و کړه او په ټول هيواد کې يې د ياد نړيوال نهاد د کړونو او خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت به ورسره په ټولو کاري برخو کې د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کې همکاري وکړي. 
د ويلو دی، چې نږدې راتلونکي کې به د ټولنې متضرره قشر او ماشومانو سره د مرستې په پار ياد نهاد سره يو هوکړه ليک لاسليک شي، چې پر بنسټ به يې هغه ميندې او له پنځه کلونو ټيټ ماشومان او همدارنګه ميرمنې او انجونې د يو شان ټولنيزو خدمتونو څخه برخمنې شي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS