د کار عالي شورا د جوړېدو په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

naweed_admin
Sun, Jul 02 2023 12:33 AM

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، او د ټولنیزو شریکانو( د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کارګرانو د ملي اتحادیې) د مسؤلانو په حضور سره؛  د کارعالي شورا د جوړېدو لپاره ناسته ترسره شوه.
ناسته کې چې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف الدین شرف، د معادنو او صنایعو خونې، د مالدارۍ او زراعت خونې او د پیشه ورانو اتحادیې استازو هم حضور درلود، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره، په دې رابطه د تېرې ناستې په اړه معلومات شریک او څرګنده یې کړه، چې د ننۍ ناستې هدف د کار په قانون کې د رامنځته شویو تعدیلونو په اړه د ټولنیزو شریکانو د نظریاتو اخیستل او د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې ( کارګرانو) او هم د صنعت او سوداګرۍ خونو( کارفرمایانو) ستونزو ته د حل لارو پلټل دي ترڅو له دې لارې خپلو ولسونو ته د خدماتو زمینه برابره شي.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي خپلو خبرو کې وویل: کارګران  او د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو د بل لازم او ملزوم دي او د افغانستان اسلامي امارت د دوی اهمیت ته ځانګړې پاملرنه لري. د خصوصی سکتور او سوداګرو په وړاندې ځان مسؤل ګڼي او د امکان ترحده ورته سهولتونه برابروي، خو په خواشینۍ سره په تېر وخت کې پدې رابطه سلیقوي او سیاسي برخوردونه شوي چې موجوده ستونزې یې زیږنده دي.
الحاج نورالدین عزیزي زیاته کړه: د اتحادیو او د سوداګرۍ په برخه کې د خونو د زیاتوالي طرفدار نه یم ځکه له دې ناحیې مو خلک زیانمن شوي؛ بلکه له ټولو خواوو سره به په ګډه د یووالي او وحدت لپاره هڅې وکړو او چا ته به د شخصي او ناوړه ګټې اخیستنې اجازه نه ورکوو، ځکه دا ملي مسائل دي او نباید یې په اړه سطحي چلند وشي، همداراز یې ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې له آدرسه به واحد آدرس معرفي شي ترڅو د کار د عالي شورا  په ناستو کې د فعاله ونډې لپاره با صلاحیته استازی ولري.
په همدې ترتیب د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند او د دې خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خان جان الکوزي خپلو توضیحاتو کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د ځینو ستونزو څخه یادونه او هم یې په اړونده قوانینو، کړنلارو او پالیسیو کې د بیا کتنې غوښتنه درلوده، د دې ترڅنګ یې د ستونزو په برخه کې ځینې وړاندیزونه او نظریات هم لرل. 
ورپسې د عدلیې وزارت استازي د افغانستان د کارګرانو ( امکا) د ملي اتحادیې د ستونزو په اړه د ترسره شویو کړنو او اجراآتو څخه یادونه وکړه او وې وویل: چې پدې رابطه په مکرر ډول ناستې ترسره شوي خو د یادې اتحادیې د غړو ترمنځ اختلافات پای ته ندي رسیدلي او اوسمهال دا موضوع د ریاست الوزرا مقام د اقتصادي معاونیت له لورې تعقیبیږي.
ناسته کې چې د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحاديې موافقو او مخالفو غړو ګډون درلود دواړو لورو خپل دلایل، ستونزې، اعتراضونه او وړاندیزونه لرل او هر یوه خپل ځان د یادې اتحادیې استازی باله.
د بحثونو په جمع بندۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري څرګنده کړه چی: د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې تاریخي مخینې ته په کتو صرف د یادې اتحادیې رسمي جوړښت په رسمیت پیژنو او دا چې د افغانستان په سطحه یوه ملي اتحادیه ده، د عدلیې وزارت په شمول به له ذیدخیلو لورو سره خپلو ارزونو ته دوام ورکړو، ترڅو پدې رابطه نوي مقررات او کړنلارې رامنځته شي، چې دا چاره نه وي بشپړه شوې هېڅوک حق نلري چې ځان د اتحادیې مسؤل او یا هم استازی معرفي او له دې لارې ګټه واخلي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په پای کې وویل: چې په خواشینۍ سره د کارګرانو ستونزې په پام کې ندي نیول شوي، پوښتنه یې نده شوې او حقوق یې ندې مشخص شوي، اړتیا لیدل کیږي تر څو داسې مجالس ترسره او په کې د کارګرانو اړوند ټولې ستونزې وڅېړل شي، ترڅو وکولی شو چې خپلو کارګرانو ته مثبت او ښه پیغامونه ولرو.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS