د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د غور والي سره ولیدل

naweed_admin
Sun, Aug 13 2023 1:01 PM
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین نن په خپل کاري دفتر کې د غور ولایت له والي مولوي احمدشاه دین‌دوست سره ولیدل.
کتنه کې چې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس ملانصرالله انصار هم حضور درلود؛ مولوي دین‌دوست خپلو خبرو کې د غور ولایت ټولنیزې ستونزې له مولوي حقبین سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې غور ولایت کې د یتیمانو ستونزه لویه ده، د نجونو او هلکانو د دارالایتامونو تشکیل منظور شوی خو تعمیر نه‌لري.نوموړي په دې برخه کې د وزارت مشرتابه او د بهرنیو مؤسساتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین د غور ولایت د دارالایتامونو د ستونزې په حل کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې یاده ستونزه به د د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکه او په دې تړاو به د بهرنیو مؤسساتو مرستې هم وغواړي.
مولوي حقبین په پای کې زیاته کړه چې زموږ پالیسي دا ده چې لیرې پرتو سیمو او سرحدي ولایاتونو ته ډېره پاملرنه وشي ځګه پخوا د جګړو له امله ځپل شوي او یا هم محروم ساتل شوې وې.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS