امید د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز کې شامل؛ د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو د فراغت لومړنی غونډه

naweed_admin
Sat, Sep 09 2023 2:07 PM
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز کې شامل؛ د اعتیاد څخه رغیدليو ۵۳۰تنو د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه او بیاځلې له خپلو کورنیو او ټولنې سره ادغام شول.
دغه محفل کې چې د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، د سرف افغانستان خیریه مؤسسې استازو هم ګډون درلود، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز خپلو خبرو کې وویل: ۵۳۰ تنو  د اعتیاد څخه رغیدلي اشخاصو ته په یوې څلور میاشتنۍ دوره کې په پنځو حرفو کې زده‌کړې ورکړل شوې، چې له دې ډلې ۲۰۰ تنو ته تر سروې او پلټنې وروسته د کار وسایل په پام کې نیول شوي او دوی و توانېدل چې د ماهرو کارګرو په حیث د کار بازار ته عرضه شي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې : مخدره توکي او اداري فساد له تېر څخه په میراث پاتې وو، خو پدې برخو کې د مبارزې په لار کې د افغانستان د اسلامي امارت قوي هوډ د دې لامل شو چې  دواړه بدنامې پدېدي صفر ته نږدې شي، د دې ترڅنګ د معتادینو د تداوۍ موضوع هم ډېره اړینه وه چې له نیکه‌مرغه هڅې روانې دي ترڅو د اعتیاد څخه یو سالم افغانستان ولرو.
مولوي حقبین په نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ستونزې درک او دوی سره مثبت تعامل وکړي او هم دې د زیربناوو او مهمو پروژو په پلي کولو کې چې زمونږ خلکو ته د کاریابۍ باعث کیږي اقدام وکړي.
په همدې ترتیب د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمان قاسمي خپلو خبرو کې د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو د برابرولو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزات څخه په مننې سره وویل: د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته د مخدره توکو په وړاندې جدي مبارزه شوې، زیاست شمېر قاچاقبران نیول شوي او نږدې ۱۰۰زره تنه معتادین تر درملني لاندې نیول شوي او دا لړۍ په مرکز او ولایتونو کې دوام لري.
ورپسې د سرف افغانستان خیریه مؤسسې استازي خپلو خبرو کې د خپلې مؤسسې اړوند د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ څرګنده چې د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز څخه د ۲۰۰تنو فارغانو لپاره د څه باندې شپږمیلیونه افغانیو په ارزښت کاري وسایل په پام کې نیول شوي ترڅو دوی وکولای شي د کار په بازار کې په مسلکي توګه دخیل شي.
ناسته کې همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال؛ سلاکار مولوي محمد نعیم‌ګل صدیقی خپله وینا کې فارغو اشخاصو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې ناهیلي کیږي دې نه بلکه د یوه سالم او مسؤل انسان په توګه دې خپله ټولنه او کورنۍ سره یوځای شي او له دې وروسته دې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره او د حلال رزق د پیداکولو لپاره دې لاس په کار شي.
په پای کې ۲۰۰ تنو فارغو کسانو ته د هغوی د کورنیو په شتون کې د سرف افغانستان خیریه بنسټ په همکارۍ، د خیاطۍ، د تعمیراتو د برق، د بوټ دوزۍ، بیک دوزۍ او د برقي وسایلو د ترمیم اړوند وسایل په اختیار کې وکړل شول.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS