امید د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز کې شامل؛ د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو د فراغت لومړنی غونډه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۷
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز کې شامل؛ د اعتیاد څخه رغیدليو ۵۳۰تنو د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه او بیاځلې له خپلو کورنیو او ټولنې سره ادغام شول.
دغه محفل کې چې د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، د سرف افغانستان خیریه مؤسسې استازو هم ګډون درلود، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز خپلو خبرو کې وویل: ۵۳۰ تنو  د اعتیاد څخه رغیدلي اشخاصو ته په یوې څلور میاشتنۍ دوره کې په پنځو حرفو کې زده‌کړې ورکړل شوې، چې له دې ډلې ۲۰۰ تنو ته تر سروې او پلټنې وروسته د کار وسایل په پام کې نیول شوي او دوی و توانېدل چې د ماهرو کارګرو په حیث د کار بازار ته عرضه شي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې : مخدره توکي او اداري فساد له تېر څخه په میراث پاتې وو، خو پدې برخو کې د مبارزې په لار کې د افغانستان د اسلامي امارت قوي هوډ د دې لامل شو چې  دواړه بدنامې پدېدي صفر ته نږدې شي، د دې ترڅنګ د معتادینو د تداوۍ موضوع هم ډېره اړینه وه چې له نیکه‌مرغه هڅې روانې دي ترڅو د اعتیاد څخه یو سالم افغانستان ولرو.
مولوي حقبین په نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ستونزې درک او دوی سره مثبت تعامل وکړي او هم دې د زیربناوو او مهمو پروژو په پلي کولو کې چې زمونږ خلکو ته د کاریابۍ باعث کیږي اقدام وکړي.
په همدې ترتیب د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمان قاسمي خپلو خبرو کې د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو د برابرولو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزات څخه په مننې سره وویل: د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته د مخدره توکو په وړاندې جدي مبارزه شوې، زیاست شمېر قاچاقبران نیول شوي او نږدې ۱۰۰زره تنه معتادین تر درملني لاندې نیول شوي او دا لړۍ په مرکز او ولایتونو کې دوام لري.
ورپسې د سرف افغانستان خیریه مؤسسې استازي خپلو خبرو کې د خپلې مؤسسې اړوند د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ څرګنده چې د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز څخه د ۲۰۰تنو فارغانو لپاره د څه باندې شپږمیلیونه افغانیو په ارزښت کاري وسایل په پام کې نیول شوي ترڅو دوی وکولای شي د کار په بازار کې په مسلکي توګه دخیل شي.
ناسته کې همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال؛ سلاکار مولوي محمد نعیم‌ګل صدیقی خپله وینا کې فارغو اشخاصو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې ناهیلي کیږي دې نه بلکه د یوه سالم او مسؤل انسان په توګه دې خپله ټولنه او کورنۍ سره یوځای شي او له دې وروسته دې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره او د حلال رزق د پیداکولو لپاره دې لاس په کار شي.
په پای کې ۲۰۰ تنو فارغو کسانو ته د هغوی د کورنیو په شتون کې د سرف افغانستان خیریه بنسټ په همکارۍ، د خیاطۍ، د تعمیراتو د برق، د بوټ دوزۍ، بیک دوزۍ او د برقي وسایلو د ترمیم اړوند وسایل په اختیار کې وکړل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۸:۴۵
Background image

د کار چارو معین  د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو له مشرانو سره وکتل

 

د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې؛ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) مشر عرفات جمال او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشرې می‌یا. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول 

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۱۷۵ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ترکاڼۍ، برېښنا، خیاطۍ، موټرسایکل ترمیم او موبایل ترمیم په حرفو کې ترشپږو میاشتنیو نظري او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د کار چارو معین د ناروې شاهي دولت لخوا افغانستان لپاره د ټاکل‌شوي خپلواک کمېسون مشر سره ولیدل

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ناروې شاهي دولت لخوا افغانستان لپاره د ټاکل‌شوې خپلواک کمېسون مشر بجورن تورن ګوډال او مل پلاوي سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د ناروې شاهي. . .

بیرته خبرونو ته