په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
لغمان

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د سرف- افغانستان همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره  وویل: د کوچنیو کاروبارونو د زمینې برابرول د بې‌وزله او اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی د ځان‌بسیاینې لپاره اغېزمن ګام دی، چې په دې سره به یې تریو بریده اقتصادي ستونزې حل شي.

همداراز نوموړي له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او مرستندویه خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو په هېواد کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیریني‌جوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

بیرته خبرونو ته