د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرکز او دویمو واحدونو د پرنټرونو او فوټوکاپۍ ماشینونو د رنګ د پیردلو لپاره د آفرپرانیستلو ناسته ترسره شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تهیې او تدارکاتو د رئیس مولوي عبدالمتین مولويزاده په مشرۍ او د اړونده مسؤلینو په شتون، د وزارت د مرکز او دویمو واحدونو اړوند د پرنټرونو او فوتوکاپۍ ماشینونو د رنګ د خریدارۍ لپاره د آفرپرانیستلو ناسته وشوه.
ناسته کې د یادې پروژې لپاره د پنځو شرکتونو استازو خپل اسناد شریک کړل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مؤظفې کميټې له لوري به د هغوی اسناد په دقیقه توګه وڅېړل شي او وروسته له هغې به ګټونکی شرکت اعلان او ورسره به د دې پروژې لاسلیک وشي.