تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون هم ۸۴۷ تنه بیا راستانه شوي هېوادوال ثبت کړل

naweed_admin
Fri, Nov 17 2023 11:25 PM


د افغانستان اسلامي امارت له لورې راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم لپاره توظیف شوې کمیټې سره په هم‌غږۍ او  د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون چهارشنبه  ۸۴۷ تنه  بېرته راستانه شوي هېوادوال د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو په پار په سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو کسانو کې  د قرآن عظیم‌الشان حافظان، بکلوریا، فوق بکلوریا، لسانس، فني او حرفوي کارګران او  غریب‌کار هېوادوال شامل دي.
یاد تخنیکي ټیم په تورخم کې له راستنیدونکو کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو د یوځای کولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسۍ، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او  د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي..
د یادولو ده چې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د تخنیکي ټيم له لوې تر پرون چارشنبې ورځ پورې  ۸۵۵۸ تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت شويدي.

Latest news

Sun, Aug 24 2025 3:53 PM
Background image

Distribution of Work Tools to 216 Needy people in Kabul

Through the cooperation and efforts of the Ministry of Labor and Social Affairs work tools provided to needy and underprivileged individuals in Shakardara District of Kabul. A special. . .

Mon, Aug 18 2025 2:23 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs met with the Da Afghanistan Bank Governor

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with the Governor General of Da Afghanistan Bank, Mawlavi Noor Ahmad Agha, in order to follow up on the. . .

Mon, Aug 11 2025 8:48 AM
Background image

Graduation Ceremony of 126 individuals from Logar Vocational Training Center

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, participated in and delivered a speech at a graduation ceremony for 126 individuals from Logar Vocational. . .

BACK TO NEWS