د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونو د پنجشنبې په ورځ تورخم او د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمات ترسره کړل

naweed_admin
Sun, Nov 26 2023 7:11 AM


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم او انګور اډه کې مېشت د دې وزارت تخنیکي ټیمونو د پنجشنبې په ورځ ۵۵۸تنه بېرته راستانه شوي کډوال سیستم کې ثبت او په مختلفو برخو کې یې د هغوی لاسنیوی وکړ.
تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا دوی توانیدلی چې د پنجشنبې په ورځ د ۳۴۷تنه بېرته راستانه شويو هېوادوالو په سیستم کې د ثبت سربېره مختلفو برخو کې هغوی سره مرستې وکړي. په همدې توګه یاد ټیم د مهاجرینو د بیا راستنېدو څخه تر دې مهاله ۲۹۲تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه ورک شوي وو تورخم کې بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي او هم ۱۴۳تنه لادرکه شوي ماشومان ولایتونو ته تر انتقال وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د یوبل خبر له مخې د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم د تېرو چهارشنبه او پنجشنبه په ورځو ۲۱۱تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال په سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې هغوی سره مرستې کړي‌دي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS