د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه تنه نوي ګمارل شوي معینان خپلو دندو ته معرفي شول

naweed_admin
Mon, Dec 11 2023 9:40 AM
W


د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده د جلاجلا حکمونو په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو او کار چارو معینان، خپلو دندو ته وپېژندل شول.
هغه ناسته چې په همدې مناسبت د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه او په کې د دې وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین، رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود، لومړی د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د وزارت د کاري استقامت، مسؤلیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه وینا ترسره او څرګنده کړه چې کار او ټولنیزې چارې د دې وزارت دوه مهمې برخې دي ځکه چې یوه یې د ټولنې مظلوم قشر ته د خدماتو عرضه او بل یې هغو هېوادوالو ته چې د حلال رزق په لټه کې وي د کاري فرصتونو برابرول او د اسلامي امارت د اداراتو ترمنځ د کارونو د پرمختګ په برخه کې د اصولو او قواعدو ترتیب دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه که د دې وزارت ملاتړ او تقویت وشي د هېواد په کچه د ټولنې ډېرو برخو ته رسیدنه کیږي او ولسونو ته به د ښو خدماتو د ترسره کولو زمینې برابرې شي؛ چې پدې رابطه هڅې او فعالیتونه دوام لري، ترڅو خپلو موخو او اهدافو ته رسیدګي وکړو، په پای کې یې نویو ګمارل شویو معینانو ته د مبارکۍ سربېره؛  د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور د ټولنیزو چارو د معین په صفت د شیخ عبدالبر د تقرر په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ۲۴۹ګڼه حکم او د کار چارو د معین په توګه یې د مولوي محمد زاهد جان آغا د تقرر په اړه ۲۵۱ګڼه حکم قرائت او دوی ته په چارو کې د بریا هیله‌مندي وکړه. په همدې توګه یې څرګنده کړه چې یاد ګمارل شوي معینان وړ او په کاري مسایلو پوه اشخاص دي چې وبه توانیږي خپل مکلفیتونه او دندې په ښه توګه ادا او ولسونو ته غوره خدمات ترسره کړي.
په همدې ترتیب د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین مولوي عبدالبر هم لنډه وینا ترسره او ژمنه یې وکړه، چې پخپل ټول توان به هڅه کوي چې د چارو په ښه پرمختګ او د خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې به د خپل کاري ټیم سره یوځای هېڅ راز هڅې و نه سپموي.
په پای کې د کارچارو نوي ګمارل شوي مرستیال مولوي محمد زاهد جان آغا هم خپلو خبرو کې وویل چې ورکړل شوی مسؤلیت به د صداقت، عدالت او شفافیت اصولو سره سم پرمخ بیايي، او دې کار ته ژمن دی ترڅو هېواد کې د بې‌کارۍ  کچې راکمولو کې له شته امکاناتو پوره ګټه واخلي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS