سپین بولدک او تورخم ښارګوټي کې ۶۲۷تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت شول

naweed_admin
Sat, Dec 16 2023 9:22 AM
د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون چهارشنبه ۶۲۷تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړ. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیمونو په وینا هغوی و توانیدل چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۲۹۳تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۳۳۴تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي. او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي سیستم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت موخه دهغوی د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS