پکتیا ولایت کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Dec 23 2023 1:06 PM
e

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس قاري محمد رحیم نصرت په مشرۍ، او د مختلفو ولایتي ادارو او هم‌کارو مؤسساتو  د استازو په شتون، د ټولنیزو خوندیتوب سکتور میاشتنۍ غونډه ترسره؛ او په کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.
 غونډه کې د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې،  د سکتوري ریاستونو ترمنځ د ښې هم‌غږۍ او نږدې اړیکو غوښتنه درلوده. نوموړي زیاته کړه چې غیر دولتي موسسې دې په راتلونکي کال کې خپل فعالیتونه په مساويانه توګه  د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته وغځوي، چې پدې صورت کې به د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو سره سم هغوی سره لازمې هم‌کارۍ وشي.
و رپسې د پکتیا ولایت د اقتصاد رئیس مولوي محمد انور راشد او د ناستې نورو ګډونوالو په خپل وار د تېرې میاشتې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د چارو د ښه پرمختګ لپاره یې هم ځینې وړاندیزونه درلودل.په همدې ترتیب ناسته کې، د روانې میاشتې د کاري استقامتونو او برنامو بحثونه ترسره او په اړه یې پرېکړې وشوې.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS