ننګرهار ولایت کې د ټولنیزخوندیتوب سکتور میاشتنۍ ناسته ترسره، او څلور تنه ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول

naweed_admin
Sun, Dec 31 2023 8:43 AM
ض


د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس مولوي فریدالله حقاني په مشرۍ، او د اړونده ادارو او مؤسساتو د استازو په حضور کې، د ټولنیزو خوندیتوب سکتور میاشتنۍ ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د ټولو ادارو او مؤسساتو ترمنځ په نږدې هم‌غږۍ د ټینګار سربېره؛ له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې لومړیتوبونه مشخص او د راتلونکې میاشتې د فعالیتونو او کاري استقامتونو په اړه هم پرېکړې وشوې.

د یوبل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څلور تنه هغه ماشومان چې د ایران هېواد څخه رد مرز شوي وو، خپلو کورنیو ته وسپارل.
یاد څلور تنه ماشومان چې د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو، خوږیاڼو او شېرزاد ولسوالیو اصلي اوسېدونکي وو، د نقدي مرستې د ترلاسه کولو وروسته ، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا یادو ولسوالیو ته انتقال او هلته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

Latest news

Wed, Feb 04 2026 3:29 PM
Background image

Ministry of Labor and Social Affairs Launches for the very First Time the National Skills Certification Program

On the initiative of the Ministry of Labor and Social Affairs, the process of certifying skills in various professions has been launched for the very first time in the country’s history. . .

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

BACK TO NEWS