کنړ ولایت کې ۴۵۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه؛

naweed_admin
Wed, Feb 21 2024 8:46 AM
E

د کنړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري، د مرکز اسعد آباد، وټه‌پور او غازي‌آباد ولسوالیو ۴۵۰ تنو ځوانانو ته په دریو حرفو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د کنړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا؛ یادو ځوانانو  ته، چې ډېری یې له پاکستان هېواده بېرته راستانه شوي کډوال او بې‌‌‌روزګاره دي د شپږو میاشتو لپاره د غالۍاوبدلو، مبایل ترمیم او نجارۍ په حرفو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې‌ده او پدې جریان کې به هغوی ته هره میاشت شپږ زره افغانۍ د مدد معاش په توګه هم ورکول کیږي، تر څو له دې لارې په راتلونکي کې د ماهرو کارګرو په توګه د کار بازار کې شامل او د خپل کاروبار څښتن وګرځي. همداراز په پام کې ده، چې د دې پروګرام له لارې په راتلونکي کې هم ۹۰۰ تنه نور ځوانان جذب شي.
باید څرګنده شي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د شپول همکارې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک په اساس، دم‌ګړۍ د مرکز اسعد آباد په ګډون د کنړ ولایت د مختلفو ولسوالیو ۱۸۰۰ تنه ځوانان د مختلفو حرفو په  زده‌کړو  بوخت دي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS