د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د سنټ پټرزبرګ په اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته ورسید؛

naweed_admin
Wed, Jun 05 2024 11:25 AM
n

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې، چې د روان میلادي کال د جون له ۵مې څخه تر ۸مې نیټې پورې جوړيږي؛ د ګډون په موخه هغه هېواد ته ورسېد.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر به په یاده اقتصادي سرمشریزه کې؛ له د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د بالفعله او بالقوه اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو په اړه د وینا سربیره، دګڼ شمېر هېوادونو او سیمه‌ایزو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره هر هم لیدنې ولري او د علاقې وړ موضوعګانو په اړه به بحثونه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د سنټ پټرزبرګ اقتصادي سرمشریزه له ۲۷ کلونو راهیسې د روسیې په اقتصادي پلازمېنه سنټ پټرزبرګ کې د لسګونو زره میلمنو په حضور کې جوړیږي؛ او د نړۍ په بیلابیلو اقتصادي ارزښتمنو مسائلو خبرې کیږي او همدارنګه په یاده سرمشریزه کې د اقتصاد او تجارت په برخو کې  تړونونه لاسلیک کیږي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS