له څلورو کورنیو او نړیوالو مؤسساتو سره د ۲۶۱میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛

naweed_admin
Mon, Jul 01 2024 12:10 PM
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د همکارو مؤسساتو ترمنځ مختلفو برخو کې د ۲۶۱میلیونه افغانیو په ارزښت ۸عنوانه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یادو هوکړه لیکونو د امضا په مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر خپلو خبرو کې د همکارو مؤسساتو د مرستو څخه په مننې سره څرګنده کړه: دا چې افغانستان کې ډاډمن امنیت ټینګ او مختلفو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو مناسب فرصت برابر دی باید په ګډه توګه او په ښه ډول خپل مسؤلیتونه ادا  او د اړمنو هېوادوالو  لاسنیوی وکړو. الحاج شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: له نېکه مرغه نن له څلورو کورنیو او نړیوالو مؤسساتو سره مو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له امله به یې ۲۴۳۷تنو ته دفني او حرفوي زده‌کړو  زمینه برابره او ۴۶۰۰ تنو زیانمنونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ  وشي او یادې پروژې به د پلازمېنې کابل په ګډون په اوو ولایتونو کې پلي شي. 
په پای کې د مؤسساتو په استازولۍ د سرف افغانستان مؤسسې استازي غلام مجتبی رسولي خبرې وکړې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د هوکړه لیکونو د لاسلیک کېدو څخه په مننې سره  ژمنه وکړه چې خپلې چارې به له دې وزارت سره په همغږۍ؛ خپلې اړونده پروژې په لازم ډول تطبیق کوي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS