پکتیا کې ۱۸۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول؛

naweed_admin
Wed, Jul 03 2024 1:48 PM
W


د کار او ټولنیزو چارو وزات د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ۱۸۰ تنو رغېدلو اشخاصو فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دې مراسمو کې چې د ولایتي ادارې مختلفو مسؤلینو او د فارغو شویو اشخاصو د کورنیو غړو ګډون درلود؛ د کار چارو معین خپله وینا کې وویل: ۱۸۰ تنه هغه اشخاص او ځوانان چې په نشه‌يي توکو روږدي او له خپلو کورنیو او ټولنې منزوي شوي وو، تر درملنې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ورته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه چې نن یې د فراغت شاهدان یو او له نیکمرغه د سالمو انسانانو په څېر بیا ځلې خپلو کورنیو سره یوځای او هم د کار او کسب خاوندان شول.
مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: اوسمهال په کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي او مختلفو رشتو کې زده‌کړې ترلاسه کوي او په پام کې ده چې دا لړۍ مختلفو ولایتونو ته وغځیږي.
ورپسې د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ وویل: یاد ۱۸۰ تنه له شپږو میاشتنیو زده‌کړو وروسته د برق، نجارۍ، خیاطۍ او نلدوانۍ له حرفو فارغ شول، چې نن ورته د فراغت سندونه او هم د کندهار مهاجرینو مؤسسې په همکارۍ کاري وسایل او ۶۷۰۰ افغانۍ په نقدي توګه ووېشل شوې.
په پای کې د کندهار مهاجرینو مؤسسې استازي سید عبدالواجد سادات هم خپلو لنډو خبرو کې د دوې د مؤسسې د فعالیتونو او ورته برنامو د پراخوالي څخه په یادونې سره ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ سره تنظیم کوي.
په همدې ترتیب د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزڅخه لیدنه وکړه، چې دمګړۍ په کې ۱۲۸ تنه ځوانان د برق او خیاطۍ د حرفو په زده‌کړو بوخت دي، لیدنه وکړه او له هغوی یې و غوښتل، چې له وخت څخه په ښې استفادې سره دې خپلو زده‌کړو ته لازمه پاملرنه وکړي.

Latest news

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

Tue, Oct 07 2025 2:36 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Assessed the Situation of Students Residing in Orphanage Centers

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, during his official visit to Nangarhar and Kunar provinces, assessed the condition of students residing in. . .

Tue, Sep 23 2025 9:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of Construction Companies’ Union

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with Hamidullah Habibi, the head of the Union of Construction Companies in Afghanistan, in his office.

. . .

BACK TO NEWS