د ټولنیزو چارو معین د یونیسف سازمان له ځینو مسؤلینو سره وکتل

naweed_admin
Wed, Jul 31 2024 12:11 PM
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر د خپل کار په دفتر کې د یونیسف سازمان له ځينو مسؤلینو سره په کتنه کې په اړوندو موضوعاتو بحث وکړ. 
په پیل کې د ټولنیزو چارو معین مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نورو مسؤلیتونو ترڅنګ؛ د مرکز په ګډون په مختلفو ولایتونو کې خپلو روزنتونونو کې شاوخوا لسو زرو  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ د ژوندانه ډېری سهولتونه برابر کړي او  له خپلې داخلي بودجې یې تمویلوي. 
شیخ عبدالبر همدارنګه څرګنده کړه: له اړمنو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره مرسته او د دوی ملاتړ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلیتونو یوه برخه ده او له بلې خوا یونیسف هم په دې برخه کې فعالیت لری؛ نو دې مشترکې وجې ته په کتو باید د دواړو اړخونو ترمنځ  نږدې کاري اړیکې رامنځته شي، ترڅو په ګډه د افغان ماشومانو وضعیت ته رسېدنه او د دوی له حقونو څخه ملاتړ وشي. 
ورپسې د یونیسف سازمان د ماشومانو د ساتنې څانګې مشر  په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او زیاته یې‌کړه: موږ هیله مند یو، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او یونیسف سازمان ترمنځ د همکاریو ساحه پراخه شي، ترڅو په ګډه توګه وکولای شو، چې د افغان ماشومانو د ژوندانه د لا ښه کېدو په برخه کې وخت ته په کتو اړین او ګټور اقدامات وکړو. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې خپلې راتلونکې پروژې به د اسلامي امارتي د اصولو او پالیسۍ مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې پلې کوي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS